Course is available

د بیزو چیچک یا : د افریقایي شیوع په زمینه کې د مونکیپوکس ناروغۍ تعارفي کورس

Offered by OpenWHO
د بیزو چیچک یا : د افریقایي شیوع په زمینه کې د مونکیپوکس ناروغۍ تعارفي کورس

لنډیز: د بیزو چیچک یا مونکیپوکس یوه نوې انتاني ناروغي ده چې د مونکیپوکس ویروس له امله رامینځته کیږي. دغه ویروس له اخته حیواناتو (ډیری وختونه موږکان) څخه انسانانو ته لیږدول کیږي. دا ناروغي نورو ته خپریدای شي لیکن یوازې له شخص څخه بل شخص ته د ویروس لیږد نشی کولی د ناروغۍ شیوع رامنځته او دوام ورته ورکړي. د مونکیپوکس کلینکي لوحه د چیچک ناروغۍ ته ورته دی لیکن د مونکیپوکس ناروغي ډیره شدیده نده. د چیچک ناروغي په 1980 کې په ټوله نړۍ کې له منځه یوړل شوي ده. په هرصورت، د منکیپوکس پیښې لاهم د مرکزي او لویدیزې افریقا په ځینو برخو کې، په ځانګړي توګه د استوایی باراني ځنګلونو سره نږدې سیمو کې رامنځته کیږي. په عمومي ډول، د مونکیپوکس په ناروغۍ کې د مړینې پیښې 1-10٪ دي او که چیرې مناسب روغتیایی خدمتونه وړاندې شي ناروغان ژر شفایابه کیږي او د مړینې کچه هم راټیټږي. دا روزنیز کورس د مونکیپوکس په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي او هغو روغتیایی کارکوونکو لپاره طرحه شوې ده چې د مونکیپوکس د مخنیوي او کنټرول مسولیت په غاړه لري.

په یاد ولرئ! دا کورس په 2020 کال کې ترتیب او چمتو شوی دی. د وروستي تازه معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ اړونده روغتیایی موضوعاتو لپاره د WHOویب پاڼه وګورئ.

د مونکیپوکس د مخنیوي او مدیریت په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ په انګلیسي ژبې کې د مفصل کورس لپاره here باندي کلیک وکړئ. دا کورس په here کې په فرانسوي ژبه هم د لاس رسي وړ ده.

د دې کورس محتویات او درسي مواد په افریقایي هیوادونو کې د مونکیپوکس د شیوع لپاره چمتو شوې دي چیرې چې دا ناروغي مخ په زیاتیدو ده. د کورس مواد په وروستی ځل په 2020 کالی کې تجدید شوي و او ممکن د مونکیپوکس ګڼ هیوادیزه شیوع په تړاو د WHO د 2022 کال لارښوونې منعکسې نه کړي.

Self-paced
Language: پښتو
Mpox

Course information

ددا کورس په لاندې ژبو کې شتون لري:

Español - Français - Русский - 中文 - Português - العربية - Naijá

عمومي کتنه: عمومي کتنه: د مونکيپوکس ویروس یو ارتوپوکس ویروس دی چې په انسان کې د مانکیپوکس ناروغۍ (د بیزو چیچک) لامل ګرځي. دا یوه ویروسي ناروغي ده چې چیچک ته ورته اعراض او علایم لري لکه تبه او د پوستکي بخار او دانې. په 1980 کې د نړۍ په کچه د چیچک له مینځه وړولو وروسته، منکیپوکس په انسانانو کې د اورتوپوکس ویروس ترټولو مهم انتان په توګه راڅرګند شوی دی. د مانکیپوکس د پیښېو راپور معمولاْ د مرکزي او لویدیزې افریقا هیوادونو له کلیوالي سیمو څخه ورکول کیږي، په ځانګړي توګه استوایی باراني ځنګلونو ته له نږدې سیمو څخه چیرې چې خلک ممکن اخته حیواناتو سره په تماس کې وي. یو شخص کیدای شي د بل شخص (چي په کور یا روغتیایی مرکز کې یا هم د اخته کس شاوخوا شیانو سره تماس ولری) له تنفسي قطراتو سره د مستقیم تماس له لارې په ناروغۍ اخته شي. سره لدې چې یو شخص څخه بل شخص ته د مونکیپوکس ویروس د لیږد همدا اصلي طریقه ده، لیکن بیا هم د مونکیپوکس ناروغي پرته لدې چې په ټولنه کې د پراخ انتان یا شیوع لامل شي د څو پیښو او کوچنیو کلسترونو په بڼه کې رامنځته کیږي. همدا دلیل دی که د مونکیپوکس پیښو پر وړاندې چټک اقدام وشي پیښې یې په اسانۍ سره کنټرولیږي. ډیری وختونه داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې له نورو سیمو څخه په مونکیپوکس اخته مسافرین یا هم اخته حیوانات یوې سیمې ته را وارد شوي دي او د مونکیپوکس د پیښو سبب ګرځيدلي دي. دا کورس د یوې روزنیزې ویډیو له لارې د مونکیپوکس ناروغۍ په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي او همدارنګه د د ناروغۍ په اړه یو د ډاونلوډ وړ پریزنټشن چې هر مهال تاسې وغواړئ مطالعه کولی یې شئ، وجود لري. دا کورس د عامو خلکو د پوهاوي او هغو روغتیایی کارکوونکو لپاره چې د مونکیپوکس د مخنیوي او کنټرول مسؤلیت پر غاړه لري، ترتیب او چمتو شوی دی..

د زده کړې موخې: د دې کورس په پای کې، ګډون کوونکي باید په لاندې مواردو پوه وي:

  • د مونکیپوکس ناروغۍ رامنځته کیدل او د لاملونو پیژندل.
  • د مونکیپوکس ناروغۍ د لیږد په لارو پوهیدل او تشریح کول.
  • د مونکیپوکس ناروغۍ د اعراضو او علایمو تشریح کول.
  • د مونکیپوکس، آب چیچک (Chickenpox) او شري ناروغیو پیژندل.
  • د مونکیپوکس ناروغۍ د لابراتواري نمونو او معایناتو تشریح کول
  • د مونکیپوکس د مخنیوي او کنټرول پر ستراتیژیو بحث کول

د کورس موده: یو ساعت

سندونه: د لاسته راوړنو د ثبت سندونه تاییدوي چې د دوی په اړه ثابته شوې چې نمره د ټولو غونډو د عمومي نمایندګۍ په پرتله تر 80٪ اوسي. . د دې زده کولو لپاره دلته کلیک وکړئ

ژبا اړول شوې په پښتو له 2020, Mpox: Introductory course for African outbreak contexts, WHO د ژباړې د محتوا او دقیق توب مسؤلیت نه لري. د انګلیسي او پښتو ژبا ړل شوې ژبې تر مینځ د توپیر په صورت کې، د انګلیسي اصلي متن به بنسټیزه او د اعتبار وړ بڼه وي.

دغه لنډ کورس د mpox په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي . د ناروغۍ په اړه نوی او زیات معلومات، او د ۲۰۲۳-۲۰۲۲ نړیوالی وبا څخه زده شوي درسونه دلته موجود دي here.

Course contents

  • د بیزو چیچک (Monkypox) :

    دا ماډیول په ابتدايي کچه د ناروغی په هکله معلومات وړاندې کوي

Enroll me for this course

The course is free. Just register for an account on OpenWHO and take the course!
Enroll me now

Certificate Requirements

  • Gain a Record of Achievement by earning at least 80% of the maximum number of points from all graded assignments.