د کولرا شیوع- بیړنی چمتووالی او غبرګون

په دې کورس کې، د کولرا شیوع پر وړاندې د غبرګون موخې، د کولرا د شیوع تشخیص او تاییدول،او د انتان د مخنیوي او کنټرول په شمول د غبرګون د تنظیمولوڅرنګوالی په لنډ ډول تشریح شوي دي. همدارنګه هغه پړاونه او کړنې په ګوته کوي چې د کولرا شیوع پر وړاندې د اغیزمن غبرګون د ښه چمتوالي لپاره باید ونیول شي. باید وویل شي چې ښه چمتوالی د شیوع پر وړاندې د چټک او اغیزمن غبرګون سبب ګرځيي. دا کورس د عامې روغتیا متخصصینو لپاره چې په مستقیم ډول د کولرا شیوع د تشخیص او غبرګون لپاره د چمتووالي پلانونو په رامینځته کولو کې ښکیل دي، چمتو شوی دی. ددې کورس محتویات د کولرا د پیژندنې روزنیز پروګرام بشپړونکی دی چې لاندې لینک کې یې ترلاسه کولی شئي https://openwho.org/courses/cholera-introduction-ps.

Photo credits: WHO / Christian Lindmeier

Self-paced
Language: پښتو
Cholera

Course information

ددا کورس په لاندې ژبو کې شتون لري:

English

عمومي کتنه: کولرا د ککړو خوړو یا اوبو په خوړلو سره لیږدول کیږي. د کولرا ناروغي د نړۍ په هره برخه کې چیرې چې د څښاک پاکو اوبو، د فاضلاتو تخلیه کولو، د خوړو خوندیتوب او حفظ الصحې ته سمه پاملرنه نه کیږي، رامنځته کیږي. د کولرا شیوع پر وړاندې غبرګون باید څو سکتوريزه چلند ولري او باید د مړینو په راکمولو او د شیوع په محدودولو باندې تمرکز وکړي. په دې کورس کې د کولرا شیوع د تشخیص او تاییدلو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کیږي. دا کورس د شیوع پر وړاندې د غبرګون او کنټرول اجزاوې او دا چې کله او څنګه کولرا شیوع لپاره باید چمتوالی ونیول شي تشریح کوی او همدارنګه د دې فعالیتونو ملاتړ لپاره د شته سرچینو په اړه معلومات وړاندې کوي.

دا کورس اساسا د عامې روغتیا متخصصینو لپاره چې په مستقیم ډول د کولرا شیوع په پیژندلو، غبرګون او د بیړني چمتووالي پلانونو په رامینځته کولو کې ښکیل دي، ترتیب شوی دی. پدې کورس کې معلومات د ویډیوي لیکچرونو، ډاونلوډ وړ پریزنټشنونو، متنونو، او د ځان-آزموینی (چې تاسو یې خپله ارزونه کولی شئ) په بڼه وړاندې کیږي.

د کورس موده: نږدې 2 ساعت.

سندونه: د لاسته راوړنو د ریکارډ تصدیق به هغو ګډونوالو ته د لاسرسي وړ وي چې نمره یې د ټولو سیالیو د عمومي نمرې لږ تر لږه 80%اوسي۔

ژبا اړول شوې په پښتو له 2023 ,Cholera Outbreaks: Emergency Preparedness and Response د ژباړې د محتوا او دقیق توب مسؤلیت نه لري. د انګلیسي او پښتو ژبا ړل شوې ژبې تر مینځ د توپیر په صورت کې، د انګلیسي اصلي متن به بنسټیزه او د اعتبار وړ بڼه وي.

What you'll learn

  • د کولرا شیوع پر وړاندې د غبرګون ټولیز اهداف تشریح کړئ
  • د کولرا شیوع د پیژندلو او تاییدولو څرنګوالی تشریح کړئ
  • تشریح کړئ چې د شیوع پر وړاندې غبرګون څنګه تنظیم کړئ.
  • د کولرا شیوع د کنټرول لپاره د تدابیرو لنډیز بیان کړئ
  • د کولرا شیوع د چمتووالي فعالیتونه لیست کړئ

Course contents

  • لمړی ماډیول: د کولرا د شیوع پیژندل او تاییدول:

    د دې ماډیول له بشپړولو وروسته، تاسو به وکولی شئ: د کولرا د خبردارۍ (Cholera Alert) څیړنه او دا چې د کولرا شیوع څنګه باید تایید شي، تشریح کړئ.
  • دویم ماډیول: د شیوع پر وړاندې د غبرګون تنظیمول:

    د دې ماډیول له بشپړولو وروسته، تاسو کولی شئ: د کولرا پر وړاندې د غبرګون د همغږۍ کمیټې رول بیان کړئ او د غبرګون د پلان موخې تشریح کړئ.
  • دریم ماډیول: د کولرا د شیوع کنټرول:

    د دې ماډیول له بشپړولو وروسته، تاسو کولی شئ: د څو سکتوري چلند په پام کې نیولو سره د کولرا د شیوع کنټرول لپاره اړین اقدامات تشریح کړئ
  • څلورم ماډیول: د کولرا شیوع لپاره بیړنی چمتووالی او غبرګون:

    د دې ماډیول له بشپړولو وروسته، تاسو کولی شئ: په لنډه توګه تشریح کړئ چې د کولرا شیوع لپاره کله باید چمتووالی ونیول شي، څوک باید د کولرا لپاره چمتووالي کې برخه واخلي او د چمتووالي اقدامات څنګه باید تطبیق شي.
  • پنځم ماډیول: اضافي سرچینې (ماخذونه):

    د دې ماډل له بشپړولو وروسته، تاسو به د کولرا په اړه د کولرا کنټرول نړیوال کاري ځواک لارښوونې ترلاسه کړئ.

Enroll me for this course

The course is free. Just register for an account on OpenWHO and take the course!
Enroll me now

Certificate Requirements

  • Gain a Record of Achievement by earning at least 80% of the maximum number of points from all graded assignments.